خبرونه

صلاح الدین رباني په نوي افعان حکومت سحتي نيوکي کړي دي

114482367 105394663 gettyimages 1066042674 1
Avatar photo
Written by Zwak News

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني د جمعې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره تالبان د بغلان ولایت د اندراب په درې ګونو ولسوالیو او خوست فرنګ ولسوالۍ

کې د ‘بشري حقونو‌’ په نقض تورن کړل. رباني په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي دي:” تآلبانو د افغانستان د خلکو په وړانندې د خپلو جنګي جنایاتو په دوام، په اندراب او د بغلان ولایت په خوست کې په ظلم او پراخ ناورین لاس پورې کړی دی. د ده صلاح ولسوالۍ په کاسه تراش کلي کې د یو تنکي ځوان نیول او د هغه د سر غوڅول، په قاسان

ولسوالۍ کې د ملکي کسانو وژنه، د کورونو پلټنه او په زور کډه کولو ته د خلکو اړ ایستل، د تالبانو له خوا د بشري حقونو او جنګي موازینو د نقض هر اړخیزې نمونې دي.”

Leave a Comment