افغانستان د مخکیني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، که ا.ا ټولپوښتنې ته غاړه کېږدي، چمتو دی چې مشروعیت یې ومني او له وسله:وا’ل مقاومت څخه لاس واخلي.
امرالله صالح د بيبيسي هارډټاک سره په مرکه کې ویلي چې د ا.ا پروړاندې خپل وسلهوال مقاومت څخه لاس اخلي، خو په دې شرط چې د ټولپوښتنې لپاره یو میکانیزم رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړې: «که ټولپوښتنه کې ا.ا بریالی شو، نو مشروعیت به یې تول من، خو هغې ډلې ته چې د توطیې له لارې واک ته رسېدلې، هېڅکله به تسلیم نهشم.»
نوموړي همداراز ویلي چې لوېدیځ باید افغانستان کې د یوه مشروع حکومت د رامنځته کولو لپاره مرسته وکړي.
افغانستان کې د تا:لبا’ن په واکمنېدو سره امرالله صالح پنجشېر ته لاړ او هلته یې له احمد مسعود سره یوځای د ا.ا پر وړاندې مقاومت پیل کړ. د راپورونو له مخې، نوموړی بیا یوه میاشت وروسته له پنجشېر تاجکستان ته لاړ.