شېخ رشید؛ نېوزیلنډ ته مو دومره امنیت ورکړی وو، چې دومره د یاد هیواد ټول پوځ نه دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې د نیوزیلنډ لوبډالې د تګ په غبرګون کې ویلي، چې دومره د نېوزیلنډ هیواد ټول پوځ نه دی لکه څومره چې موږ دوی ته امنیت ورکړی وو، هغه چې تازه په تازه د یوه یاد هیواد یوه ځايي تلویزون سره يي خبرې کولې زیاته کړي، چې د هر هیواد لوبډاله کولائ شي پاکستان ته په ډاډ زړه راشي، د دوی لپاره هیڅ ډول ستونزه نشته او نه به کومه ستونزه ورته جوړیږي.
شېخ رشید همدا راز زیاته کړي ده، چې نیوزیلنډ لوبډالې نه غوښتل تر څو له پاکستان سره سیالۍ وکړي او یوازینۍ هدف یي دا وو چې له هرې طریقې کیږي باید یاد سفر لغوه کړي، هغه د نیوزیلنډ پوځ ته په اشارې ویلي، چې موږ دوی ته دومره امنیت ورکړی وو لکه څومره چې د نیوزیلنډ حکومت ټول پوځ دی ،خو بیا هم نومړي لوبډاله د یوې پلمې په اساس ولاړه او وتښتیدله.
د یادولو وړ ده، چې د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډالې د خپل سیریز لغوه کولو وروسته انګلستان دوهم هغه ټیم دی چې خپل د کرکټ ټول یعنی ښځینه او نارینه سټاپ ته امر کړی دی، تر څو یاد هیواد ته د سفر کولو څخه ډډه وکړي او ورسره پلان شوې لوبې لغوه او وځنډوي.