سیمه ایز خبرونه

شیخ رشید؛ ټي ټي پي ته د امریکا د زبر ځواک ټولې و سلې پاتې شوي

FB IMG 1643972753036 2
Avatar photo
Written by Zwak News

شیخ رشید؛ ټي ټي پي ته د امریکا د زبر ځواک ټولې و سل/ې پاتې شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په خپلو تازه څرګندونو کې چې په بلوچستان کې یي وروستیو خونړیو بر ید ونو ته اشاره کړي ده ویلي دي، په افغانستان کې

د ناټو ځواک له ماتې وروسته د یاد هیواد ټولې عصري او د نوي ماډل و سل/ې د ټي ټي پي لاس ته ورغلي دي، او امکان لري چې له دې وروسته هم دداسې پېښو شاهدان واوسو.

د پنجشنې په ورځ شیخ رشید چې د یوه شخصي تلویزون جیو سره خبرې کولې ویلي دي، په پاکستان کې پخوانۍ او اوسنۍ ټولې با غي ډلې اوس د ټي ټي پي ملاتړ ترلاسه کړی دی، او یادې ټولې ډ لې د لا پیاوړتیا په جریان کې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید پر افغانستان او د افغانستان پر اوسني حکومت تو ر پورې کړ، چې ګني یادې ټولې ډ لې په افغانستان کې پناه اخلي، او د یاد هیواد څخه خپل اهداف په نښه کوي.

د یادولو وړ ده، چې شیخ رشید دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې په د وروستیو کې د پاکستان په زیاتره لویو صوبو کې حالات خراب شوي دي او خاص کارد بلوچستان کې حکومت نظامیانو ته استرا ري حالات اعلان کړی دی،او ورته یي ځینې مهمې سپارښتنې هم کړي.

Leave a Comment