روغتیا

شين چای روغتيايي ګټې !

vLtdlWhWcDtLgp5OMMYrjB4Ed1elboFS1GnXeK3I
Avatar photo
Written by Zwak News

⭕ شين چای روغتيايي ګټې !

◀ شین چای چې زمونږ وطن کې تر نورو څښاکو زيات څښل کيږي ، او د څښلو مينوال يې خورا زيات موندل کېږي . شين چای لاندې مهمې روغتيايي ګټې لري .

① شين چای د وزن کموالي سبب ګرځي .
② د زړه ناروغيو او دماغي سکتې څخه مخنيوی کوي .
③ شین چای په وينه کې د کلسټرول اندازه کموي .
④ د وينې رګونو د فعاليت ښه کيدو سره وينې غوټه کیدو څخه مخنيوی کوي .
⑤ دماغي حجرو فعاليت قوي کوي ،
⑥ حافظه پياوړی کوي .
⑦ همدارنګه روحی فشار او ستړتيا کموالي او ذهني آرامتیا سبب ګرځي .
⑧ د فلج خطر کموي . د يو جاپانۍ څيړنې پر بنسټ هره ورځ شین چای څښل د فلج ناروغی ۲۰ سلنه خطر کموي .
⑨ سرطان راتلو څخه محافظت کوي . يو څيړنې ثابته کړې چې شين چای کارکوونکو ښځو کې د سینې سرطان خطر ډير کم دی .
⑩ سربیره پر دې په امريکا تر سره شوې څیړنه ثابته کړې چې شين چای د غټو کولمو سرطان خطر ۳۰ سلنه خطر ټیټوي .

⑪ د يوې تازه څيړنې لمخې شين چای د الزایمر “Alzheimer” ناروغۍ څخه مخنيوی کوي .

⑫ د پوستکی د ښکلا او تازګۍ سبب کېږي او همدارنګه د غاښونو خرابيدو څخه ژغوري . د لوړ فشار او د شکر په کنترول کې مرسته کوي .

Leave a Comment