خبرونه

شهباز شريف ط “لبان ته نور د انجونو مکتب حلاس کړی کنه

BackgroundEraser 20220926 085806858
Avatar photo
Written by Zwak News

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف وایي افغانستان کې امن اؤ ثبات پاکستان کې دامن ضمانت دی اؤ دافغانستان کنګل کړل شوې پنګې په سمدستي ډول ایله کړل شي.

خبري شبکې ای پي سره مرکه ښاغلي شهباز شریف افغانستان کې د ط: دحکومت له لوري دښځو په روزګار اؤ دنجونو په زده کړو لګول شوي بندیزونه دافسوس وړ بللي اؤ ویلي یې دي چې ط: ته به دښځو حقونو ته درناوی کول وي.

دا په داسې حال کې ده چې دجمعې په ورځ دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د شهباز شریف دې وینا په افغانستان کې دننه اؤ بهر سخت غبرګونه راپارولي چې ویلي وؤ تره” ګرۍ ډلې داع ش،ټي :ټي :پي، القا” -عده، د ختیځ ترکستان اسلا’مي غور”ځنګ او د ازبکستان اسلا’مي غور”ځنګ په افغانستان کې فعالیت لري او د پاکستان او سیمې امنیت ګواښي.

هغه پخپله وینا کې غوښتنه کړې وه چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له اوسنیو واکمنیو سره د دغو ټولو ډلو پر وړاندې په اغېزناکه او پراخه توګه چلند وکړي.

په افغانستان کې دط “حکومت دشهباز شریف دا څرګندونې رد کړي اؤ دبهرنیو چارو وزارت یې ویلي افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله نه شته.

همدا شان دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا دشهباز شریف شریف څرګندونو ته سخ-ت غبرګون ښودلی اؤ په ټویټر یې لیکلي چې افغانستان دتېرو څو لسیزو راهسې دترهګرۍ ښکار دی اؤ دتره” ګر’و خوندي ځالې په پاکستان کې شتون لري چې له دغه ځایه دحکومت په ملاتړ افغانستان کې تره”ګر’ي کوي.

پخپله تازه مرکه کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي پاکستان افغانستان کې امن اؤ ثبات غواړي ځکه چې په دغه هیواد کې امن اؤ ثبات دپاکستان دامن ضمانت دی .

Leave a Comment