خبرونه

شهباز شريف د افغانستان هيرول به لويه تيروتنه وي ځکه چی

20220916 152351
Avatar photo
Written by Zwak News

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، نړۍ باید افغانستان کې د وضعیت ښه‌والي په موخه له یوه بل سره همکاري وکړي او افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې کړي دي.

شهباز شریف ټينګار کړی، که نړۍ داځل افغانستان هېر کړ، لویه تېروتنه به یې کړې وي.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز ویلي چې نړۍ باید د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره کار وکړي او روان وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې د یاد هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي.

Leave a Comment