د شمالي وزیرستان پولیس وايي، وسله والو پرون په میرعلي کې د جمعیت علمای اسلام دوه سیاستوالان او دیني عالمان وژلي دي.
د میرعلي سیمې پولیسو ویلي چې قاري سمیع الدین او د هغه ملګری قاري نعمان له موسکي څخه عیدک ته روان ول چې وسله والو وویشتل.
تر اوسه معلومه نه ده چې دواړه کسان چا او ولې وژلي دي، خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان ویلي چې پلټنې یې پیل کړې دي.
د قاري سمیع الدین او قاري نعمان له وژنو سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بریدونو شمېر ۳۱ ته ورسېد.