سپورټ

شعیب ملک او میرمن یې یو له بل څخه طلاق اخلي ځکه چي هغه

2553336 2
Avatar photo
Written by Zwak News

شعیب ملک او میرمن یې یو له بل څخه طلاق اخلي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شعیب ملک او د هند ټېنس ستوري ثانیه میرزا به په ډير ژر په رسمي ډول د یو له بل څخه د جلا کیدو یا طلاق اعلان وکړي.
دغې جوړې چې په ۲۰۱۰ کال کې یې واده سره کړی وو، د دوولس کالونو د ګډ ژوند تیرولو وروسته به یو له بل څخه جلا شي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې چې دواړه شعیب ملک او ثانیه میرزا لپاره به عام د طلاق اعلان یوه اسانه پریکړه پدې وي چې دوی دواړه لا پخوا د ډيرې مودې راهیسې یو له بل څخه جلا اوسيږي.

که څه هم شعیب ملک او میرزا په رسمي ډول د یو له بل څخه د جلا کیدو خبر ندی ورکړئ،خو شعیب ملک او ثانیه میرزا د نږدې کسانو تایید کړې چې دواړه یو له بل څخه لا وړاندې جلا شوي دي.

ثانیه میرزا اوسمهال په عربي اماراتو کې اوسیږي او نوموړې پدې وروستیو کې په انسټګرام ځينې داسې پوسټونه او تصویرونه خپارول چې پکې انګیرل کیدله چې هغه له خپل خاوند څخه زړه ماتي شوې.

شعیب ملک اوسمهال پاکستان کې دی او د ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اوریز جام په اړه د سپورټي چینلونو سره بحث او مناظرې کوي.

Leave a Comment