لیکنې

شرط مه تړۍ خوندوره کیسه دکونډې زوی واده وکړ

20221023 101523
Avatar photo
Written by Zwak News

دکونډې زوی واده وکړ ښځې يې غوښتل چه د ځوان ټوله توجه ځان ته ورواړوي ډيرې هلې ځلې يې وکړې خو ځوان به د ښځې په پرتله له خپلې مور سره ډيره مينه او ناسته ولاړه کوله
يوه ورځ يې ښځې مور ته وويل ستا زوی به ماسره او که تاسره ډيره مينه لري
مور يې وويل ته څه فکر کوې
انګور يې ورته وويل راځه چه دواړه يې معلومه کړو شرط به مو دا وي ریښتيا حال به نه وايو

ځوان چه کله کور ته راشي ميرمن او مور يې سم شور جوړ کړی وي دی هميش خپلې میرمن ته وايي سمه شه او مور ته هيڅ هم نه
بله ورځ چه کور ته راغی ګوري ميرمن يې په زوره زوره چغې وهي
ځوان يې پوښتنه وکړه څه شوي
ښځې يې ورته وويل مور دې راڅخه ګاڼه ټوله غلا کړې دې سره ځوان په میرمن ګزار وکړ


میرمن يې پوه شوه چه شرط مې وبایله او خاوند ته يې وويل
ايا غواړې چه کور مو درته پریږدم ځوان ورته وويل ټولې دروازې خلاصې دي هيڅوک ستا مخه نشي نيولی
ميرمن يې غوښتل چه تر دروازې بهر ولاړه شي چه کیدای شي خاوند مې راتاو کړي خو هغه هيڅ ونه کړه
بیرته راوګرځيده او سړي ته يې وويل
اخر خو دا راته ووايه چه ته ددې مور سره دې دا څومره مينه لرې چه نور د دنيا په سر هيڅ هم نه وينې علت يې څه دی


ځوان ورته وويل
داسې مه وايه چه زه د دنيا په سر صرف مور وينم نور هم وينم خو د هر چاسره مور ځکه نشم برابرولی چه
زه وړوکی وم پلار مې همدې غمخوارې ته پریښودم
نه مې هیریږي په کور او کلي به يې ماته ډوډۍ راپيدا کړه چه ماشوم مې وږی دی ما ته به يې راکړه ما به پوښتنه ترې وکړه مورې ته هم نس لرې کنا دروغ به يې راته ويل چه نیمه مې ځان ته پریښې خو مالیدل چه نور به هيڅ هم نه و ما به دومره وخوړه چه مور ته هم څه پاتې شي ځان به مې دې ته موړ ښوده او چه کله به ما ځان په خوب واچاوه هغې به لما پټه باقي ډوډۍ دخپلو اوښکو سره خوړله

ماسره د مور مې ټول عمر تیر شو شکایت مې وانه وریده او ستا په درېو مياشتو هر قسم تکليفونه راغله هغه هم د هغه چا چه زه يې د خپلو ټولو دردونو او غمونو کې بیا هم په مسکا رالوی کړی یم نن تا څرنګه دداسې يوې پرشتې سره برابره کړم

مور یې د دروازې شاته ولاړه وه اول يې په چپه اخر يې په زوره چغې کړې چه وه خدایه ټولو ميندو ته همدغسې اولادونه ورکړې
ځوان ورغی او خپله مور يې کلکه غيږ کې ونيوله او دواړو ژړل
میرمن يې چه دا قیصه واوریده پوه

Leave a Comment