خبرونه

قریشي؛ پاکستان د خپل افغان وروڼو مرستې ته همیشه ژمن دی

Avatar photo
Written by Zwak News

قریشي؛ پاکستان د خپل افغان وروڼو مرستې ته همیشه ژمن دی

د پاکستان د بهرانیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، چې د راپورونو له مخې د یو څو نورو لوړ پوړو پاکستاني پلوو په ګډون چې د ايي ایس ايي مشر فیض حمید هم په کې وو، د یو څو ورځیني سفر په موخه نن کابل ته ورسیدل . د رسنیو د راپورونو له مخې قریشي به د نوي حکومت له ځینو لوړ پوړو مشرانو رایس الوزرا سره خپل لیده کتو ته دوام ورکړي، او په وینا يي دده زیات ټینګار به د چمن او تورخم پر دروازه د دواړو لورو تر منځ د سوداګرۍ پر لا پراختیا وي.

د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرانیو چاور وزیر شاه محمود قریشي او ورسره مل د ايي ایس ايي مشر په داسې مهال کابل ته خپل سفر پیلوي چې په پاکستان کې د پوځ مشر باجوه او لومړي وزیر عمران خان تر منځ د ايي ایس ايي د مشر د ټاکلو پر سر نندرۍ روانې دي، او دا يي دریمه هفته ده چې دوام کوي. قریشي چې نن ماښامۍ يي د افغانستان ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ کې د ا.ا د بهرانیو چارو وزیر امیرخان متقي سره یو ځای رسنیو ته خبرې کولې زیاته کړي ده، د طا لب چارواکو سره مو د مسافرو پر اسانه تګ راتګ او همدا شان پر خاصه سوداګرۍ بحثونه کړي دي او په خبره یي لا به دوام ولري.

قریشي چې د افغانستان تیر حالات ته يي اشاره کوله ویلي دي، یو عجیب واقعیت وو، چې تحلیل کول یي مشکل دي.هغه د خبرو پر دوام ویلي، پاکستان د خپلو افغان وروڼو سره د مرستې لپاره همیش ژمن او پر خپله وعده پاتې شوی دی، او په وینا يي چې کله اسلام اباد ته ورسیږم د سفر مهم او کمیابې نقطې به هلته په ګوته کړم.

Leave a Comment