پاکستان؛ د افغانانو شتمني دې، خوشي شي.
د پاکستان د بهرانیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د امریکا په نیویارک ایالات کې د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ اسامبلې کې د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان اوسني اقتصادي حالات ته په اشاره ویلي، چې ګواکې د دوی ګاونډی هیواد په اوس وخت کې په سختو ستونزو کې دی او باید چې ورسره مرستې او لاسنیوی يي وشي دده په وینا چې که له یوې خوا تاسو پیسې راټولوئ، له بلې خوا باید هغو پیسو ته هم توجو وشي چې د افغانانو دي خو نشي کولای استعمال یي کړي.
هغه د خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړي ده، چې ګني د عامه شتمنیو کنګل کیدل د ستونزو د حل لاره نه ده او باید په د کار د امریکا په ګډون پیاوړي هیوادونه له سره څارنه وکړي.یاده د وي چې وروسته له هغې چې ا.ا.ا کابل تر خپلې ولکې لا ندې کړ ،متحده ایالاتو د افغانستان مرکزي بانک ۹.۵ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه او همدا شان ځينې هغه پیسی چې نړیوالو افغانستان ته د مرستې په بڼه ورکولې ورنکړل شوې،ګومان دا وو چې ا.ا.ا به ترې ګټه واخلي
د پاکستان د بهرانیو چارو وزیر شاه محمود قریشي همدا راز ویلي، چې د ا.ا.ا په رسمیت پیژندل له وخت مخکې بې ضایع پرېکړه ده او غواړي انتظار وکړي ، هغه زیاته کړي که ا.ا.ا غواړي ژر د نړۍ له هیوادو خپل د حکومت ډاډ وړ باور لیک ترلاسه کړي، نو باید د نړۍ هیوادونو نظریي او فکر درناوی وکړي او باید ددوی په تګلاره ولاړ شي.
یاده د وي د چې د اسټرالیا ، انګلستان په ګډون امریکا او د نړۍ ځینې نور هیوادونه د پاکستان پر څارګره اداره (ايي ایس ايي) شک لري چې دوی د مخ پټو ډلو سره پټې اړیکې لري او یاده اداره ممکن وضاحت ته حاضره کړل شي.