شاهین؛ په ملګرو ملتونو کې یوه څوکۍ خو، زموږ قانوني حق دی باید رکړل شي.
وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو کلنۍ اسامبلې ته د افغانستان اوسني حکومت ا.ا.ا په نماینده ګی هيڅوک نه وو دعوت شوي، د افغانستان اوسني حکومت ځینو لوړ پوړو چارواکو د ملګرو ملتونو داغه پرېکړې ته سخت غبرګون وښود او دا يي د افغانستان له ملت او ولس سره جفاء وبلله او د ملګرو ملتونو له غړو هیوادونو څخه د ا.ا.ا ځینو لوړ پوړو سر مشرانو غوښتنه وکړه چې ژر دې ا.ا.ا اوسنۍ حکومت په رسمیت وپيژني.
په ورته مهال، د ا.ا.ا د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپلو تازه څرګندونو کې د ملګرو ملتونو د هغه عمل په ځواب کې غبرګون وښود چې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د ا.ا.ا هیڅ غړی نه وو دعوت شوی، نوموړي چې په یوه تازه خبري مرکه کې خبریالانو ته خبرې کولې ویلي په ملګرو ملتونو کې د یوې څوکۍ قانوني حق ددوی سره دی او باید په ملګرو ملتونو کې یوه څوکۍ دوی ته ورکړل شي.
شاهین زیاته کړي ده، د افغانستان ټول ولس او ملت او ځینې نړیوال هیوادونه په اوس وخت کې د ا.ا.ا د حکومت تر شاه ولاړ دي او په اوس وخت کې ا.ا.ا هیڅ د پخوا په شان مخالف هیواد نه لري، ملګري ملتونه باید داغه برخې ته جدي توجو وکړي.
د یادولو وړ ده ، چې شاهین همدا شان د ا.ا.ا د بهرانیو چارو وزیر امیر خان متقی د هغه لیک یادونه کړي چې ملګرو ملتونو ته یي استولی وو، او پکې د ملګرو ملتونو څخه غوښتل شوي وو چې دوی باید د پخوانیو استازو پر ځای نوي استازي ومني او دوی ته د په نړیوالو سټیجونو د حبرو او وینا اجازه ورکړي.