شاهین خلکو ته؛ خوصلې مۀ بایلئ، هر څه منظم کیدونکي دي
د ا.ا.ا د نوې کابینې تر اعلان وروسته، د افغانستان زیاتو خلکو ته داغه اندیښنه پیدا شوې، چې ګني په کابینه کې د ا.ا.ا ټولو خپلو او خاصو کسانو ته ځای ورکړل شوی ده، او ممکن د ټولنې او خلکو ستونزې په سایي معنا درک نکړي. ټایمز د یوې څاروې په اساس ویلي ، چې ګواکې هغه څاروې چې دوی د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ترسره کړي ، لیدل کیږي چې په سلو کې اتیه فیصده ددغه کابینې په اعلان سره هیڅ راضیت نلري.
په ورته مهال، د ا.ا.ا د سیاسي دفتر یو غړي په خپلو تازه څرګندونو کې خلکو ته په اشاره ویلي، ستاسو اندیښنې پر ځای دي، خو اوسنۍ کابینه لنډ مهالي ده او ممکن ډیر ژر پکې لوی لوی بدلونونه راشي.هغه له NHk تلویزون سره په تازه مرکه کې ویلي، شاید د نوي حکومت جوړیدل وخت یا هفتې ان میاشتې ونیسي،
خو خلک دې خوصلې نه بایلي، او باید چې د فیسبوکي تبلیغ ښکار نشي، چې دا د افغانستان او د افغانانو ښکاره دوښمنان دي.شاهین زیاته کړي، موږ هغه څه کوو چې ولس او خلک یي غواړي ،او غواړو د نړۍ له ټولو هیوادونو سره خپلې ښې او ډيپلوماتيکې، دوه اړخیزې اړیکې ولرو.همدا شان هغه د امریکا څخه غوښتي دي چې، د افغانستان مالي شتمني دې خوشي کړي، کومه چې دوی کنګل کړي ده.
د یادولو وړ ده، چې شاهین د هغو پوښتنو په جواب ویلي، چې ګني هغه څوک چې بهر ته د تللو اسناد ولري کولای شي په ارامه توګه له افغانستان څخه ووځي، او افغانستان پریږدي. هغه د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې ګني خلک دې په ارامه توګه خپل کار روزګار او ژوند مخته یوسي، ددوی سر او مال خوندي دی، دوی د هیڅ تشویش نکوي.