شاهین؛ ګډ حکومت جوړوو، خو فرمایش نه منو
وروسته له هغې چې د افغانستان ا.ا ورځ وړاندې په یو څو ورځيني سفر دوحې ته روان شول، او په همدې مهال د امریکا د بهرانیو چارو وزارت او ځینې نور لوړ پوړي چارواکې د ا.ا په بلنه دوحې ته رسیدلي دي او ممکن دوحه ددوی تر منځ د څو ورځینیو غونډو کوربه وي.په همدې مهال د طا لبا نو د سیاسي دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین د هغو خبرو په غبرګون ویلي، چې ګني ا.ا ګډ یا ټولشموله حکومت جوړیدلو ته پلان نه لري.
شاهین زیاته کړي ده، موږ د ګډ حکومت پر جوړیده او د ځینو نورو مسایلو لپاره بحثونه کړي دي او د نړۍ هیوادونو دروغجن راپورونه او فرمایشونه موږ ته د منلو وړ نه دی، شاهین ویلي ټولشموله حکومت جوړو، خو پکې د هیڅ هیواد فرمایش نه منو او په وینا یي نړیواله ټولنه باید د افغانستان او افغانانو غوښتنو ته درناوی ولري.
د الجزیرې تلویزون سره د سهیل شاهین په خپلو تازه څرګندونو ویلي، د امریکايي پلاوو سره په د څو ورځيني سفر کې پر د ټولو موضوعاتو باندې بحث کیږي،تر څو اوسنۍ بحراني افغانستان له داغه حالات څخه وباسي.