د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي څارونکي (سیګار) هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې مخکني ولسمشر «محمداشرف غني» له افغانستانه د وتلو پر مهال ۱۶۹ میلیونه ډالر وړي دي.
سیګار په تازه راپور کې ویلي، په هغو ادعاوو کې مبالغه شوې چې د کابل د سقوط پر مهال ورکشوي ډالر اشرف غني له ځان سره وړي.
کانګریس ته د سیګار په دغه لومړي لېږل شوي راپور کې ویل شوي چې اشرف غني، مېرمن یې او نورو جګپوړو چارواکو له افغانستانه د تېښتې پر مهال تر ۵۰۰سوه زره زیات امریکايي ډالر نه دي وړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا دې ځانګړې څاروونکې ادارې دا هم ویلي، چې دوی لومړی ځل په کابل کې د روسیې سفارت د دغو ادعاوو ملاتړ کړی و، خو وروسته روسیې د هغو ادعاوو لپاره شواهد وړاندې نه کړای شول.
د سیګار په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د افغانستان د مخکني حکومت د سقو/ط پر مهال د مختلفو دولتي ادارو څخه لس ګونه ملیونه ډالر ورک شوي او تر اوسه یې هیڅ درک ندی معلوم.
په دغو پيسو کې ۷۰ میلیون هغه ډالر یاد شوي چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست عملیاتي څانګې پیسې وې او د مخکني حکومت د چارواکو په خبره، چې په دې پیسو د طا لبا نو ضد ملیشو ته و سلې او نور امکانات برابریدل.
سیګار ویلي، دا لومړی راپور یې د افغانستان د مخکني حکومت له شاوخوا ۳۰ لوړپوړو چارواکو سره د مرکو په پایله کې چمتو کړی دی، خو زیاته کړې یې ده چې دوی د وروستي راپور لپاره د معلوماتو په ټولولو کار کوي.