خبرونه

سیګار د غلا شوو پیسو په اړه: د اشرف غني وکیل ځينې معلومات راکړي دي

BackgroundEraser 20220810 080042561
Written by Zwak News

پخواني ولسمشر اشرف غني وکیل سیګار ته د غلا شوو پیسو په اړه معلومات ورکړي دي.

د سیګار له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د غلا شوو پيسو په اړه د بحث لپاره اشرف غني د دوی وړاندیز رد کړی دی خو وکیل یې له ۵۶ پوښتنو یوازې ۶ پوښتنو ته ځواب ورکړی دی.

سیګار وایي داسې ښکاري چې د ولسمشر غني په الوتکه کې د تګ پر وخت یوازې پنځه سووه زره ډالره وو، خو دا ښکاره خبره ده چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته په ګڼو اداراتو کې میلیونونه ډالر لادرکه شوي دي. سیګار وايي د ملي امنیت ادارې بودیجه چې شاوخوا ۲۲۵ میلیونه ډالره وه و د اګسټ له ۱۴مې وروسته لا درکه شوې ده. سیګار وایي چې همداسې په

ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم د ګڼو اداراتو شتمنۍ لادرکه شوې دي، خو دا چې امنیتي کامرې دمګړی د نوي حکومت په لاس کې دي نو په اړه یې د معلوماتو پیدا کول ګران کار دی. سیګار همدا راز وايي چې د تګ پر مهال د ولسمشر غني له مېرمنې رولا غني سره هم شاوخوا ۸۰۰ زره ډالر وو. سیګار ددغه پیسو په اړه د لا ډېرو پلټنو د ادامې خبر هم

Leave a Comment