خبرونه

سیګار د غلا شوو پیسو په اړه: د اشرف غني وکیل ځينې معلومات راکړي چی

اشرف غنی احمدزی رئيس جمهور افغانستان
Written by Zwak News

سیګار د غلا شوو پیسو په اړه:
د اشرف غني وکیل ځينې معلومات راکړي دي

د پخواني ولسمشر اشرف غني وکیل سیګار ته د غلا شوو پیسو په اړه معلومات ورکړي دي. د سیګار له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د غلا شوو پيسو په اړه د بحث لپاره اشرف غني د دوی وړاندیز رد کړی

دی خو وکیل یې له ۵۶ پوښتنو یوازې ۶ پوښتنو ته ځواب ورکړی دی. سیګار وایي داسې ښکاري چې د ولسمشر غني په الوتکه کې د تګ پر وخت یوازې پنځه سووه زره ډالره وو، خو دا ښکاره خبره ده چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته په ګڼو

اداراتو کې میلیونونه ډالر لادرکه شوي دي. سیګار وايي د ملي امنیت ادارې بودیجه چې شاوخوا ۲۲۵ میلیونه ډالره وه و د اګسټ له ۱۴مې وروسته لا درکه شوې ده. سیګار وایي

چې همداسې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم د ګڼو اداراتو شتمنۍ لادرکه شوې دي، خو دا چې امنیتي کامرې دمګړی د نوي حکومت په لاس کې دي نو په اړه یې د معلوماتو پیدا کول ګران کار دی. سیګار همدا راز وايي چې د تګ پر مهال د ولسمشر غني له مېرمنې رولا غني سره هم شاوخوا ۸۰۰ زره ډالر وو. سیګار ددغه پیسو په اړه د لا ډېرو پلټنو د ادامې خبر هم ورکړی دی.

Leave a Comment