سینه بغل دا یو مکروبي رنځ دي، چې ماشومان او لویان دواړه پرې اخته کېږي،
سیـنه بـغل عبـارت له یـوي تنفــسی نــاروغي څخه ده چي په هغه کـي د الــویولونو (alveoli) سختوالي (Consolidation) یا هم انټرسټیشیل انساجو ته د التهابی حجراتو نفوذ موجود وي او یا هم دواړه.
اسباب:
– وایروسونه: د سینه بغل د اسبابو ۴۰٪ برخه تشکیلوي.
بکتریاوي: بکتریاوی هم دوه پر دري برخو کي د سینه بغل سبب کیدلای شي
ځیني نور یا )Other( اسباب عبارت دي له اسکاریس، د غذایی موادو اسپایریشن یا تنفسي لارو ته
تلل، د پوزي غوړ قطرات، مایع پارافین، او د کیروسین تسمم. هیره دي نه وي چي لا هم یو پر دوه حصه د سینه بغل اسباب معلوم ندي.
نښې نښانې:
تر پښتیو لاندې یو خوا سخت درد وي، ناروغ ژوره ساه اخلي، سخته تبه او ټوخي ورسره وي، تبه کله کله ۱۰۴ درجو ته رسیږي.
تشخیص:
د ناروغ وینه ټیسټ کړئ او E S R T I C یې معلوم کړئ همدا راز د ناروغ د سینې ایکسري وکړئ ( x Ray of chest)
درملنه:
ناروغ ته cap.inj ampicolx 500mg یا Cap.inj. Amoxil 500mg او یا Inj. Cap.ampicillin 500mg د ورځې یوه پیچکاري او د ورځې ۳ دانې کپسول تر یوې اونۍ پورې ورکړئ،.
او یا د پورتني دواء پر ځای ناروغ ته Tab. Bactrim fort د ورځې درې ګولۍ تر ۷ ورځو پورې ورکړئ، .
د درد او تبې کمولو لپاره Tab.Dipyron یا Inj.Tab.Novalgin پیچکاري یوه دانه او ګولۍ دري وخته ورکړئ او له دي سره Tab.prednisolon ګولۍ هم ورکړئ ، که چېري ناروغ ټوخی ولري او له syp.Hydrillin او یا Syp.pulmonol د ورځې درې کاشوغې ورکړئ ناروغ د یخې هوا او له یخو خوړو څخه وژغوری .