سوزاک، څه ډول ناروغي ده؟ لاملونه او درملنه يې!
سوزاک د تناسلې سېسټم د التهاب يا ميکروبي کېدنې ناروغي ده. چې علمي نوم يې (sexually transmitted infection (STI دید سوزاک ناورغي د تناسلي سېسټم د Neisseria gonorrhoeae په نوم د بکتريا له امله منځ ته راځي.
۱- د سوزاک ناروغۍ نښې – نښانې:
نارينه- د ادرار (تشو متيازو) په وخت کې د تناسلي آلې سوځېدنه
– د تناسلي آلې څخه د سپين، زيړ او شينې رنګې مايع وتل او بهېدنه
– د مقعد درد، وينې کېدنه او خارښت؛ په ځانګړې ډول د فضله موادو د اطراح په وخت کې د هګو (خصيو) پړسوب
– په سترګو کې درد او د سترګو د نظر حساس کېدل- د بندونو يا مفصلونو درد
ښځېنه:
– د مياشتني ناروغۍ په منځ کې له تناسلي آلې څخه وينه بهېدنه.
– د جن سي اړيکو په وخت کې د درد احساس
– له ج نسي اړيکو وروسته د تناسلي الې څخه وينه بهېدنه استفراق کول او د نس درد
– د مرۍ درد په ځانګړې ډول د خوراک په وخت کې په ښځو او نارينه داوړو کې د خاصري لګن درد. په ښځو او نارينه داوړو کې د ادرار د اطرح زر – زر احساس
۲- د سوزاک د ناروغۍ لاملونه:
لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، د سوزاک ناروغي د Neisseria gonorrhoeae په نوم د بکتريا له امله منځ ته راځي. د سوزاک د ناروغۍ عمده لامل جنسي اړيکې دي، که چېرې خاوند او يا ښځه يو هم په Neisseria gonorrhoeae باندې ککړ وي، نو روغ کس ته د جنسي اړيکو له لارې دغه ناروغي په اسانۍ سره لېږدول کيږي.
په لاندې ډول د سوزاک د ناروغۍ يو څو مهم لاملونه په ګوته کوو:
– د څېړنو اړوند د سوزاک د ناروغۍ يو لامل جنسي اړيکې دي. څېړونو ښودلې ده، چې که چېرې ښځه د سوزاک ناروغي ولري نو نارينه ته يې د لېږد شونتيا يوازې ۲۰ سلنه ده، خو که چېرې نارينه د سوزاک ناروغي ولري، نو ښځو ته يې د لېږد شونتيا له ۷۰ څخه بيا تر ۸۰ سلنې پورې ده.- که چېرې حمل لرونکي مور يا اميدواره ښځه د سوزاک ناروغي ولري، نو د زېږون په وخت کې ماشوم ته د لېږد احمتال لري.
۳- د سوزاک د ناروغۍ مخنېوی:
– په يو کس د سوزاک ناروغۍ د شتون په وخت کې د جن سي اړيکو څخه ډډه کول د جن سي اړيکو په وخت کې د کندوم څخه کار اخېستل مخکې د ماشوم د زېږدنې څخه د مور د سوزاک د ناروغي درملنه د خولې له لارې د جن سي اړيکو څخه ډډه کول
۴- د سوزاک ناروغۍ درملنه:
– کومې نښې – نښانې مو چې وړاندې وښودلې، د هغې په ښکارېدو سره بايد د ادرار يا تشو متيازو ټېسټ ترسره شي، چې په تکثري سېسټم کې د Neisseria gonorrhoeae بکتريا پر وړاندې درمل توصيه شي او ياده بکتريا له منځه يوړل شي.
– تر هغه چې د ډاکټر له لورې توصيه شوي درمل اغېز کوي، نو بايد د جنسي اړيکو له تر سره کولو ډډه وشي.
د سوزاک ناروغي نه يوازې په تکثري او تناسلې سېسټم باندې اغېز کوي، بلکې د وجود په نورو برخو لکه مرۍ، خوله، بندونه، نس او خاصرې لکن باندې هم بد اغېز کوي او درد لامل کيږي.
هر کله چې پورته ياد نښې – نښانې تر سترګو شي، نو په بېړه بايد د ادرار ټېسټونه ترسره شي، ترڅو د Neisseria gonorrhoeae بکتريا ډېر وړاندې تګ ونه کړي.
مهمه خبره داده، چې هر کله چې ښځه او يو خاوند د سوزاک ناروغي ولري، نو تر هغه چې په مکمل ډول د سوزاک درملنه نه وي شوي، بايد جن سي اړيکي ترسره نه شي. د سوزاک د ناروغۍ په وخت کې د جن سي اړيکو ترسره کولو دوه ستونزې رامنځ ته کوي.
– د ناروغ کس څخه په اسانۍ سره روغ کس ته د ناروغۍ لېږد.
– د جن سي اړيکو په وسيله د ناروغ کس ناروغي لا نور هم پېچلي او مغلقه کيږي.تر اوسه د سوزاک د ناروغۍ په زرګونه ډولونه پېژندل شوي دي، چې لوی لامل يې د Neisseria gonorrhoeae بکتريا ښودل شوې ده.