روغتیا

سنګه کوالي شو خپل وزن کم کړو

20220726 112350
Avatar photo
Written by Zwak News

چاغواالي او د هغه د مخنيوي لاري چاري. #ليکنه: #انورالدين_همت تر دې مخته چې چاغښت وپيژنو لومړي باید BMI وپيژنو. که چير د یو کس لوړوالي يا جګوالي په مټر اندازه کړو او وزن یې په کیلو ګرام اندازه کړو، نو که جګوالي یا لوړوالي په ځان کې ضرب کړو او د بدن وزن پر تقسیم کړو،

کوم عدد چې لاسته راځي د BMI (body mass index) په نوم یاديږي. #مثلاً: که د يو شخص قد يا جګوالي 1.7m متره وي او وزن یې 70kg یا کیلو وي نو BMI به یې څومره وي؟ 1.7 * 1.7 = 2.89 70kg/2.89 = BMI 24.2 #چاغښت: #نارمل_BMI د 20 او 25 په منځ کې وي، که تر دې جګ سي دې حالت ته چاغښت وایې. څنګه چې موږ پوهیږو، هغه حرکات او فزیکي فعالیت چې موږ یې د ورځي په اوږدو کې تر سره کوو، یو مقدار انرجي ته اړتیا لري چې همدغه انرجي موږ د خوراک د لاري تر لاسه کوو. که چیر دغه انرجي زموږ او ستاسو تر فزیکی فعالیت زیاته وي نو زموږ په وجود کې د سپيني غوښي په ډول ذخیره کيږي، که یو کس خوراک کم کوي نو دهمدغه ذخیرې څخه انرجي تر لاسه کيږي، او که یو کس خوراک تر خپل فزیکي فعالیت زیات کوي، نو اضافه انرجي په بدن کې ذخيره کيږي. #څنګه_کولای_سو_خپل_وزن_کم_کړو؟ #لومړي: هغه غذا باید انتخاب کړو چې لږ انرجي ولري لکه میوه جات، سلاد مخکي تر دې چې په خوراک شروع وکړو، باید یو مقدار اوبه وڅیښو، سلاد وخورو، یا ځیني میوه جات لکه مڼه وخورو، تر څو معده مو لږ ډکه سي او له دې څخه وروسته نور غذایې مواد چې په کور کې پاخه سوي وي وخورو. #دوهم: فزیکي فعالیت او تمرين باید وکړو فزیکي فعالیت په دي معنا نه چې فقط سهار وخت منډه کړو

او یا یواځي جیم ته ولاړ سو، بلکی کوښښ باید وسي چې له پورته ذکر سویو فعالیتونو سره سره بازار ته د سودا لپاره، دفتر ته د تګ لپاره د پښو څخه کار واخلو او په څنګ کې د ورځي یو لوبه وکړو لکه کرکیټ، فوټبال او داسي نور. په دغه وړو شیانو کې تغیر را وستل وزن ډیر کموي. #دریم: که چیري یو څوک وغواړي خپل وزن د یو کيلو په انازه کم کړي، نو د یوې هفتې لپاره دي په ورځ کې یو ساعت تیزه منډه وکړي. که BMI له 25-30 وی نو پورته سپارښتني دي عملي کړي او که BMI تر 30 جګ سي، او د پورته فعالیتونو سربیره یې وزن نه کميږي. نو بیا یو ډول درمل چې جانبي عوارض یې کم دي اخستل کيږی #لومړي*: Orlistat چې زموږ په بدن کې ذخیره سوي سپیني غوښي ویلي کوي. #دوهم*:

Lorcaserin چې د اشتها د کمولو د لاري وزن کموي. پورته درمل د امریکا په متحده ایالاتو کې خلک بې له نخسو په خپل سري ډول استعمالوي، او د ډاکټرانو لخوا په نخسه کې نه لیکل کيږي، په خپل سري ډول یې په دي خاطر استعمالوي چې ډیر لږ جانبي عوارض لري مطلب ډیر خطرناک نه دي. او که چیري BMI تر 40 جګ سو نو په دي حالت کې جراحي درملنه ورکوي، چې په دي درملنه کې معده کوچني کیږي

Leave a Comment