خبرونه

سعودي کې افغان کارګرو ته يو ښه خبر

20220726 111711
Avatar photo
Written by Zwak News

په سعودي کې مېشتو افغان کارګرو ته د پاسپورټونو د ويش دويم پړاو پيليږي. په ریاض کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي ويلي

چې افغان کارګرو ته د پاسپورټونو د ويش لومړی پړاو په بشپړيدو دی او ډير ژر به یې دويم پړاو هم پيل شي. د يادونې وړ ده چې په سعودي کې په زرګونو افغانان د پاکستاني پاسپورټونو په لرلو سره په خوارۍ غريبۍ بوخت دي چې په وروستيو کې ورته د افغاني پاسپورټونو د ورکړې په موخه د نقل معلومات په نوم پروګرام پيل شوی دی. رياض کې د افغانستان سفارت ويلي چې تر دې مهاله يې د زرګونو افغان کارکوونکو د نقل معلومات

پروسه بشپړه کړې ده. دا پروسه په ۲۰۱۶ کال کې سعودي عربستان ته د مخکني ولسمشر محمداشرف غني تر سفر وروسته پيل شوه. د وخت چارواکو ويلي وو چې سعودي په يوه استثنايي پرېکړه کې ورسره منلې چې افغان کارګران به د افغاني هويت په توګه ومني او په افغاني پاسپورټونو به د کار ويزې او اقامې ورکړي.

Leave a Comment