ښه خبر. سعودی مسافرو نقل معلومات باره کې.
هغه سعودي مېشتي هيوادوال چې د نقل معلوماتو پروسې له لومړي پړاو څخه پاتي شوي دي، خبر ورکول کیږي چې د نقل معلوماتو د پروسې دوهم پړاو لپاره نوم لیکنه د لاندې لینک له لارې په آنـــلاین ډول، سر له ننه د ۲۰۲۲ کال د اګست له ۳مې نېټې څخه پیليږي او د اګست تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ولري.
له همدې امله له محترمو مراجعینو څخه په درنښت غوښتنه کیږي چې په ټاکلي وخت کې د لاندې لینک له لارې مونږ سره خپل اړین معلومات شریک کړي، ددې ترڅنګ د فورمې په اخر کې لاندې اسناد لينک ته پورته/ اپلوډ کړئ•
1,د پاکستاني پاسپورټ کاپي
2, اقامې کاپي
3, د افغاني تابعيت/ تذکرې کاپي
د یادولو وړ ده چې د نوم لیکنې ټاکلې نیټې د پای ته رسیدو څخه وروسته، ګران مراجعین به د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په لومړۍ نیټه د خپل وار په اساس سفارت ته د بایومتریک لپاره راغوښتل کېږي.
یادونه: په لاندې لینک کې د اړینو اسنادو کاپي باید روښانه او د منلو وړ وي، او په تکراري ډول د ثبتولو څخه ډډه وکړئ.
https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSdyUaccTkAwLLx-61UlYj8O_hgMswxVfGqGxm9N1gE2GmE9ow/viewform
په درنښت
په ریاض کې د افغانستان سفارت
———————————