سرچینې؛ د پاکستان پارلمان د جمعې په ورځ، د واک څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره رایه اچونه کوي.
په پاکستان کې د عمران خان په ض/د وروسته له هغې چې ځینو مخالفو ګوندونو لوی احتجاجي لاریونونو باندې لاس پورې کړ، د یادو لاریونونو په ترځ کې د جمعیت علماء مشر مولانا فضل الرحمن د خپل ګونډ ټولو پلویانو ته امر کړی دی،
تر څو د عمران خان د حکومت پر ض/د په احتجاجي لاریونونو کې برخه واخلي او ددوی سره ملاتړي پاتې شي.
د ځینو نړیوالو رسنیو او د باوري سرچینو له قوله، چې د پاکستان پارلمان غواړي، تر څو د پاکستان اوسني لومړي وزیر عمران خان پر وړاندې د واک څخه د لرې کیدو په باور رایه اچونه وکړي.
د پاکستان د پارلمان مشر وايي، که پرېکړۀ وشي، چې له عمران خان د باور رایه د واخیستل شي، نو په د ډول به عمران خان د پاکستان لومړۍ وزیر نه وي،
دده په وینا د عمران خان د ګوند ملاتړو د پارلمان غړو دده څخه لارې جدا کړې دي، او په خبره یي د عمران خان د حکومت څخه د خلکو ناراضي اوج ته رسیدلي ده .
یاده رایه اچونه به د جمعې په ورځ ترسره کیږي.
د یادولو وړ ده، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه وار د مخه عمران خان ته په اشارې ویلي دي،
چې ګني د پارلمان پرېکړې ته دې نه په تمه کیږي او د خپلې څوکۍ څخه د استعفاء اعلان کړي.
تراوسه لومړي وزیر عمران خان په د اړه څه نه دي ويلي.