ځانګړې مطالب

سترګې مو ستاسې د شخصیت راز وايي !

eye color thumb
Avatar photo
Written by Zwak News

سترګې یوازې زړونه نه خپلوي ، سترګې یوازې له سترګو خوبونه تښتوي ، سترګې یوازې هغه نا ویل شوې خبرې نه کوي چې په ژبه نه راځي ، بلکې سترګې ستاسې د شخصیت تصویر هم ښکاره کوي . راځئ نن د خپلو سترګو له رنګ وروسته د خپل ژوند شخصیت وپېژنئ .

1 – قهوه‌یي سترګې : که ستاسې د سترګو رنګ قهوه‌‌یي وي ، تاسې ډېر قوې ، حاکم رویه او نورو ته لارښود شخصیت لرئ . تاسې اِحترام کوونکي ضرور یاست ، مګر د نورو د امر لاندې درته ژوند تېرول سخت کار دی . د یوې څېړنې پایله ښيي ، هغه کسان چې دا ډول سترګې لري ، نسبت نورو ته دوه ساعته کم خوب کوي .

2 – ابي سترګې : د ابي سترګو خاوندان په ذهني او جسمي لحاظ قوې خلک دي . هغه مېرمنې چې ابي سترګې لري ، تل درد په زړه تېروي او تر ډېره په کورنیو ستونزو کې هره پړه په خپله غاړه اخلي .

3 – خاکي سترګې : که څه هم ډېر کم خلک خاکي رنګ سترګې لري . دا خلک تل هڅه کوي چې نور خلک خوښ وساتي ، مګر خپل ژوند یې له عجیبو ستونزو تېرېږي . دا خلک له نورو سره ډېره ناسته ولاړه نه خوښوي او په چارو کې ډېر محتاط وي .

4 – شنې سترګې : د شنو سترګو لرونکي خلک ډېر پر تلاشه وي او تل هڅه کوي نور د ځان خواته را جلب کړي . دوی تر ډېر خودمختاره ، د تخلیقي وړتیاوو خاوندان او په سختو حالاتو کې د خپلې وړتیاوو د ښودلو توان لري . دا خلک همدارنګه خپله غُصه تر ډېره کنټرولولای شي .

5 – بادامي سترګې : پوهان وايي د بادامي سترګو خاوندان کولای شي په ثانیو کې خپل رنګ له خوښیو ډکولای شي . د دې رنګ سترګو لرونکي خلک ډېر آزادي غوښتونکي ، په ځان باوري او د هر شي د خپلولو هڅه کوي ، خو په آسټرالیا کې شوې یوه څېړنه ښيي چې دا ډول خلک ډېر ژر د زړه او هاضمي په ناروغیو اخته کېږي .

Leave a Comment