سترګې مو تل خارښ کوي؟ دا طریقې عملي کړئ! د سترګو خارښ که څه هم د یوې عامې ستونزې په څير بریښي چې ځینې مهال له پامه غورځول کیږي، خو ممکنه ده د اغیزمن شوي کس لپاره ځورونکي وي. ددې لپاره اړینه ده ددې
وضعیت درملنه وشي ځکه چې همداسې پریښودل یې ممکن د جدي پیچلتیا لامل شي او د سترګو لید ته زیان ورسوي. ولې مو سترګې خارښ کوي؟ ددې یو شمېر لاملونه کېدلی شي چې په لاندې ډول دي: تل لپاره موسمي حساسیت درلودل د پوستکي ناروغي لرل د سترګو درملنې لپاره د ځينو درملو کارول د
سترګو د خارښ نښې نښانې: د سترګو خارښ یو شمېر نښې لري، د بېلګې په ډول د رڼا سره حساسیت درلودل، د سترګو وچوالی، د سترګو پړسوب او اوښکه لرونکې سترګې. دغه راز په پرلپسې ډول د سترګو مښل او په لوړه کچه ککړ چاپیریال د سترګو وضعیت لا پسې خرابوي. ددې درملنې لپاره څه باید ترسره شي؟ د سترګو خارښ درملنه ددې اصلي لامل پورې اړه لري، لومړی باید اړونده ډاکټر سره مشوره وکړئ، په ځانګړي ډول هغه مهال چې له جدي او تکراري
ستونزو سره مخ یئ. د سترګو لپاره مناسب څاڅکي او درمل، چې د ډاکټر لخوا لیکل شوي وي په مناسبو اوبو د سترګو پریمنځل، په دې سره به باڼه او هغه ځای چې باڼه پرې شنه کیږي او موجوده چټلتیا له منځه ولاړه شي. مصنوعي اوښکې، دا کولی شي ممکن د چاپيریال حساسیت او نور عوامل کوم چې خارښ رامنځته کوي لرې کړي. ددې لپاره هغه محصول واخلئ چې کوم
احتمالي حساسیت یا کیمیاوي مواد ونه لري. دغه حالت تشخیص کړئ، لکه څرنګه چې خارښ لرونکې سترګې د مختلف طبي شرایطو نښه کیدی شي نو په مناسب وخت سره تشخیص لازمي دی، ډاکټر ته رجوع کول به د سترګو د خارښ نښې وڅاري او ډیر نور فکتورونه به په پام کې ونیسي، لکه د نښو نېټه، موده او شمېره. کله باید ډاکټر ته ورشئ؟ پوهان څرګندوني چې د سترګو
خارښ یوه معمولي ستونزه ده چې ډيرې جدي پيچلتیاوې نه لري، که چیرې ستونزه د یوې یاد دوه ورځو څخه زیات دوام وکړي، یا له هیڅ نښو پرته خارښ کوي، یا سرې شي او یا درد کوي، نو دغه مهال طبي پاملرنې ته اړتیا لري.
خلاصه د خبرې داده چې سترګې د بدن یو له کمزورو غړو څخه دي چې د زیان مخې نیولو لپاره پاملرنې ته اړتیا لري، ممکن په پرلپسې ډول سترګې مښل په عین حال کې راحت درکړي خو د اوږدمهاله وخت لپاره دې ته زیان رسوي، ځکه چې زیات مښل یې په سخت حالت کې د سترګې سپینه برخه شکوي او لید ته زیان رسوي.