خبرونه

د سالنګ لویه لاره د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

Avatar photo
Written by Zwak News

په سالنګ کې د سږ کال لومړنۍ واوره، له تیرې شپې راهیسې پيل شوې او تراوسه دوام لري، چې له امله يې د سالنګ لاره د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست وايي چې ښايي د واورې اورښت د شنبې تر ورځې دوام وکړي.

له دې امله له موټر چلوونکو غوښتل شوي چې احتیاطي تدابیر مراعت کړي.

دغه ریاست ویلي چې د سالنګونو په شمال او سویل کې د دې لارې د پرانیستلو په موخه د فعالیت له امله دا لاره د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست له موټر چلوونکو غوښتي چې معیاري سرعت، وزن او لوړوالی په پام کې ونیسي.

همداراز له موټر چلوونکو او مسافرو غوښتل شوي چې د ژمي احتیاطي وسایل په تېره بیا چینونه، ګرمې جامې، خواړه او اضافي تېل له ځان سره ولري.

Leave a Comment