لیلاخان: زه راشد خان په شخصي توګه نه پېژنم خو خلکو د مینې کیسه توده کړې. هغه وايي: ” نجیبه فیض راته ویل راشد خان ستا سندرې ډېرې
اوري، له ما سره یوه خپرونه کې مېلمه کیږي یو ځانګړی پیغام او سندره ثبت کړه، هغه کلیپ ډېر مشهور و” زیاتوي ” بیا PSL کې لاهور ټیم زه پرفامنس ته دعوت کړم، خو لوبه یې وبایلله، پروګرام ونشو،
البته یو همکار مې لوبغالي کې زما یوه کوچنۍ ویډیو جوړه کړې وه، راشد خان هم پکې و، ما د سولې پیغام خپرولو لپاره جوړه کړې وه خو خلکو ترې د مینې ډرامه جوړه کړې.