د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ويلي دغه هېواد کې ج:ګړه اصلا په ۲۰۱۴ کال د روسیې لخوا د کریمیا په نیولو سره پیل شوې او باید د دې ټاپو
وزمې په بېرته ازادېدو سره پای وموموي. هغه دا څرګندونې کریمیا کې د روسي ځو:اکونو ساکي هوايي اډه کې کړې. زلینسکي ټینګار کړی چې کریمیا د
اوکرایین برخه ده او دوی به یې هېڅکله روسیې ته پرې نږدي. نوموړي مخکې ویلي و چې هېواد یې په دې شرط د سولې منلو ته چمتو دی چې روسي ځو”اکونه د فبرورۍ د ۲۴مې له یرغل وړاندې خپلو سیمو ته ستانه شي.