نړیوال خبرونه

زلنسکې له پورۀ هڅې وروسته، د مالي لګښت له کمبود سره مخ شو، بايډن ته سوال په زارۍ شو

FB IMG 1646578627549 2
Avatar photo
Written by Zwak News

زلنسکې له پورۀ هڅې وروسته، د مالي لګښت له کمبود سره مخ شو، بايډن ته په سوال زارۍ شو.

د اوکراین او روسیې کړکیچ چې نن یي د ج/ګ/ړې یوولسمه ورځ پورۀ کیږي،

لا هم کوم سوله ییز پرمختګ نه دی تر سترګو شوی او لا هم د دواړو هیوادونو تر منځ سختې او درانې ج/ګ/ړې دوام لري.

تیره ورځ ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی وو، چې ګني د اوکراین ولسمشر زلنسکې اوکراین ترک کړی،

او په خبره يي پولنډ ته تښتید لی دی چې وروسته په خپله زلنسکې یادې څرګندونې رد او دروغ وګڼلې.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوۀ میګټاین د رویټرز سره په خپلو خبرو کې ویلي؛ د یادې ج/ګ/ړې زیات زیان یوازې حکومت ته نا بلکې تر ټولو ډیر یي عام خلکو او لویو حصوصي شرکتونو ته رسیدلی دی.

که څه هم د روسیې ولسمشر په وار وار د خبرو د لارې د ستونزې د حواري بلنه ورکړي، خو ولې بل طرف زلنسکې یوازې د دروغو وعدو په ورکولو پوتین سخت بې اعتباره کړی.

د باوري سرچینو په اساس، نن ناوخته د اوکراین ولسمشر ولادیمير زلنسکې د مالي لګښت د کموالي په اساس د امریکا ولسمشر جو بايډن سره تلیفوني خبرې کړي دي،

او د بایډن څخه یي غوښتي دي، تر څو د اوکراین هیواد سره مالي مرسته وکړي، او پر روسیې لا خپل بند یزونه زیات کړي.

د ویلوړ ده، چې نن ځینو نړیوالو رسنیو داسې راپورونه ورکړي دي، چې ګني امریکا او پولنډ اوکراین ته پوځي چورلکې ورکړې دي.

Leave a Comment