د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ډیپلوماټ او د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې که چېرته د القاعده ډلې غړي په افغانستان کې پټ وي
نو د افغانستان .ا.ا دې پسې واخلي او له خپل هېواده دې بهر کړي.
نوموړي دغه راز ویلي چې ښایي د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پټ وي.
خلیلزاد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې نوموړي په وروستیو کې له خپلې دندې استعفا کړې ده، د افغانستان ا.ا یې استعفا ته غبرګون کې ویلي چې د خلیلزاد په مشرۍ یې د امریکا له دوو ادارو سره بریالي مذاکرات درلودل.