نړیوال خبرونه

ریچارډ: امریکا افغانستان کې تر ماتې وروسته، د یو نوي پلان په لټه کې ده

va28YTwolff 2016 2
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا په افغانستان کې د ج/ګ/ړې تر بایللو وروسته غواړي روسیه او اروپا سره ښکېل کړي. د اقتصادي او سیاسي مسایلو څارونکي او د پوهنتون پروفیسور ریچارډ وولف ویلي، داسې ښکاري چې امریکا خپل زوال ته نږدې شوې ده له همدې امله یې په بایللو سر دی.

دده په وینا د امریکا تباهي، په ویتنام او عراق کې له ماتې وروسته پیل شوې. هغه زیاتوي اوس چې امریکا په افغانستان کې نظامي ج/ګ/ړه او له چین سره سوداګریزه ج/ګ/ړه بایللې نو په دې لټه کې ده چې د ځان د ساتلو او ګټو لپاره اروپا او روسیه سره ښکېل کړي.

هغه زیاتوي امریکا په نړیواله کچه له سترو خنډونو سره مخ ده. وولف داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې روسیې او اروپا د اوکراین مسئلې د دیپلوماتیک حل لپاره هڅې پيل کړې دي، خو روسیه ادعا کوي چې امریکا په لوی لاس په سیمه کې جګړې ته لمن وهي او پر ديپلوماتیک حل تکیه نه کوي.

Leave a Comment