په عمومي توګه له اقتصادي رکود سره د مخامخ هېوادونو کرنسۍ بې قدره کېږي، د ونډو په بازار کې یې کاروبار کمزوری کېږي او ملي مالي شتمني یې په ګواښوونکي توګه کمېږي.
پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له دغه حالت سره د مخ هېوادونو په لیست کې مخکښ دی. راپور کاږي چې لبنان، سريلانکا، روسیه، سورینام او زېمبیا هغه هېوادونه دي چې له سختي اقتصادي ځوړتیا سره مخ دي.
راپور کې راځي، چې د پاکستان شتمني تر ټولو کمې کچې ته رسېدلې ده او که پاکستان پور وانخلي نو شته پیسې یې د پنځه اوونیو لپاره هم نه بس کېږي.
راپور وایي، چې د پیسو نړیوالې ادارې (ایایمایف) پاکستان ته د ۱۱ سوه میلیونه ډالرو ورکړې ته چمتووالی ښودلی دی خو د اقتصادي کارپوهانو په خبره، همدا پورونه وو چې پاکستان یې د پولۍ ټک ته کېناوه او اوس یې کچکول په لاس خیراتونه غواړي.