نړیوال خبرونه

رویټرز: امریکا د افغان پوځ ځينې الوتکې تاجکستان ته ورکوي

20220620 200454
Written by Zwak News

رویټرز: امریکا د افغان پوځ ځينې الوتکې تاجکستان ته ورکوي

امریکا د افغان پوځ ځينې الوتکې تاجکستان ته ورکوي. رویټرز په یوه راپور کې وایي په وروستیو ورځو کې د امریکا د پوځ یوه لوړپوړي پلاوي تاجکستان ته سفر کړی

و او هلته یې له تاجکستاني چارواکو سره پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.

امریکايي پوځي جنرال مایکل کوریلا ویلي دوی له تاجکستاني امنیتي ادارو مننه کوي چې د افغان پوځ الوتکې یې ساتلې دي.

رویټزر ددغه امریکايي جنرال له قوله لیکلي چې دوی تاجکستان ته ددې الوتکو د یوې برخې او یا ټولو الوتکو پر سپارلو غور کوي.

هغه زیاته کړې دا الوتکې به هېڅ وخت بېرته افغانستان ته ونه سپاري بلکې تاجکستان ته به اجازه ورکړي چې ساتنه یې وکړي او ګټه ترې پورته کړي.

په دې سفر کې د تاجکستان او امریکا ترمنځ پر نورو دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې شوې دي.

امریکا داسې مهال دغه پرېکړه کوي چې دا الوتکې افغان پوځ ته ورکړل شوې وې، خو تېر اګسټ کې ځینو افغان پيلوټانو له ځان سره تاجکستان ته بېولي دي

او نوي حکومت یې د بېرته راګرځولو غوښتنه څو څو ځله کړې ده.

Leave a Comment