روغتیا پوهان په کاغذي پيالو کې د چای څښلو په اړه د خطر خبرداری ورکوي
روغتیا پوهانو خبرداری ورکړی چې په کاغذي پيالو (Disposable) کې چای یا کافي څښل یوازې اضافي پیسې نه خرچ کوي بلکې په دې کې شته د پلاستیک زرګونه کوچنۍ ذرې چې ستاسې خیټې ته ځي د روغتیا لپاره
خطر پېښوي.
یوې نوې څيړنې کشف کړې، په کاغذي پیالو کې ګرم څښاک په څو دقیقو کې د پلاستیکي ذرو سره ککړ کېدلی شي، او دا ککړتیا د پیالې داخلي استر څخه رامنځته کیږي چې د اوبو پر وړاندې مقاومت کوي او ددې په څرخولو کې
ستونزې رامنځته کوي.
پوهانو د څیړنې د اثبات لپاره یوه پیاله کې ۱۰۰ ملي لیتره ګرم څښاک واچول او او د ۱۵ دقیقو لپاره یې پریښود، دا هغه وخت دی کله چې خلک غواړي خپل ګرم څښاک (چای یا کافي) ختم کړي.
کله چې څیړونکو دغه ګرم څښاک پر یوه پیاوړي مایکروسکوپ معاینه کړل، دوی په اوسط ډول په هره پیاله کې ۲۵۰۰۰ کوچني پلاستیکي ذرات (چې په سترګو نه لیدل کیږي) وموندل.
د لویدیځ بنګال ایالت په خاګپور ښار کې د هند ټکنالوژي انستیتیوت څیړنې
مشرې ډاکټر سودا ګویل ویلي، په اوسط ډول که یو کس هره ورځ په کاغذي پياله کې درې وارې چای یا کافي یا بل ګرم څښاک وڅښي، د پلاستیک داسې کوچنۍ ۷۵ زره برخې چې په سترګو نه لیدل کیږي تیرې کړي، چې دده لپاره ستر خطر دی