په داسې حال کې چې روسیه او په افغانستان کې د ا.ا حکومت د امریکا او اروپایي هیوادونو د جدي اقتصادي بندیزونو سره مخ دی خو مسکو او کابل تازه د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک کړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ همکارۍ شورا دا تړون په همدې روانې اوونۍ کې د روسیې د سینټ پیټسبرګ په ښار کې لاسلیک کړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ادارې مرستیال یونس مهمند چې دا تړون یې د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ همکارۍ د شورا مشر دمیترې انتانوف سره لاسلیک کړ، وایي، غواړو چې د سوداګرۍ دوه اړخیزې اړیکې او آن سیمه ییز صادارت او واردات قوي کړو.
مهمند وویل چې روسیه دې ته لیواله ده چې سیمه ییزه سوداګري پراخه شي او له همدې کبله یې د سینټ پیټسبرګ په ښار کې د اقتصادي فورم په یوې فرعې غونډې کې د ایران سره هم اوږدمهال تړون لاسلیک کړ.