روسیه؛ ا.ا.ا ځای پر ځای څارو.
د روسیې د بهرانیو چارو وزیر سرګي لاوروف د هغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې ګني ا.ا.ا هغه قوانین او سرخدونه مات کړي دي، چې لویدیځو هیوادونو،نړیوالو او بهرانیانو د ا.ا.ا لپاره د ځینو مهمو او نړیوالو اړیکو لپاره ټاکلي دي. تر څو نړیوال دوی ژر په رسمیت وپيژني. لاوروف زیاته کړي چې دا به د روسیې هیواد وخت ته پریږدي چې ا.ا.ا په رسمیت وپيژني، خو په وینا یي ا.ا.ا تراوسه له کړوو ژمنو سره سم روان دي.
په ورته مهال، د روسیې کریملین ماڼۍ ویاند دمیتري پیسکوف په خپلو تازه څرګندونو کې چې له رسنیو سره يي کړي ويلي، روسیه غواړي په افغانستان کې بشري ناورین پای ته ورسوي چې د همدې کشالو په اړه موږ د افغانستان اوسنۍ ا.ا.ا حکومت ځای پر ځای څارو او ددوی کړنې ګورو ، دمیتري پیسکو زیاته کړي چې تراوسه ا.ا.ا په خپلو کړوو ژمنو روان دي او زموږ تر جدي څارنې لاندې دي.
دمیتري په وروستیو کې یادونه کړي ده، چې زه او د روسیې حکومت د يو ټولشموله حکومت ملاتړي یوو او د داسې حکومت په جوړښت او مالي برخه کې مرسته کوو، خو وخت ته به انتظار اوباسو چې د ا.ا.ا حکومت جوړښت کوم ډول بڼه غوره کوي او کوم ډول حکومتوالي کوي،
او څه ډول به د نړۍ له هیوادونو سره کړې ژمنې عملي کوي. دمیتري ټینګار کړی چې نړیوال هیوادونه باید ددوی سره دوه مخۍ چلند ونکړي او باید ترې ډډه وکړي.