تعلیم

روسیه؛ چمتو یو افغانستان له خاورې د بر ید په مقابل کې، د تاجکستان ساتنه وکړو

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

روسیه؛ چمتو یو افغانستان له خاورې د بر ید په مقابل کې، د تاجکستان ساتنه وکړو

د انټرفاکس خبري آژانس له قوله، ځینو روسي لوړ پوړو چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان اوسني ترینګلي وضعیت ته په اشارې ویلي دي، د افغانستان له اوسني ا.ا حکومت سره څنګ په څنګ ولاړ یو، خو په مقابل کې د افغانستان ا.ا څخه هم غوښتنه کوو، تر څو ددوی سره په کړو ژمنو عمل وکړي، او د خپلې خاورې څخه بهرانیو هیوادونو ته د حطر څرک پرې نه ږدي.

د فاکس د خبر له مخې، د روسیې د بهرانیو چارو وزیر رودینکو د یوه خبري کنفرانس له لارې ا.ا ته خبرداری ورکړی دی، چې که چیرې د افغانستان له خاورې د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو او همدا شان د تاجکستان خاورې ته کوم ګوا ښ متوجې شي، دوی به یي په مقابل کې سخت اقدام وکړي او په وینا يي مسکو به پر تاجکستانۍ خاوره د بر ید ونو ځواب ورکړي، او د تاجکستان هیواد ساتنه به وکړي.

مسکو وروسته له هغې دا څرګندونې کوي ، چې د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی ضمیر کابلوف دوه ورځې وړاندې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې ګواکې روسیې په مسکو کې د افغانستان اوسني حکومت ا.ا ته په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي ده.

د ویلوړ ده، چې روسیې وروسته له هغې داسې خبرداری ورکړ،چې په ځینو روسي مطبوعاتو کې داسې راپورونه خپره شوي وو،چې په وینا يي ځینو مخ پټو تاجکانو د طا لبا نو سره لاس یو کړی او غواړي د تاجکستان پر پولو بر ید ونه وکړي.

Leave a Comment