خبرونه

روسیه امریکې ته؛ تاسو لوبه وبایلله، بیا راتګ ته مو اړتیا نشته

Avatar photo
Written by Zwak News

روسیه امریکې ته؛ تاسو لوبه وبایلله، بیا راتګ ته مو اړتیا نشته
د روسيې د بهرانیو چارو وزیر سرګي لاوروف، په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا ته د افغانستان اوسني حالات ته په اشاره ویلي، چې امریکا دې نور افغانستان ته د راتلو بهانې نه لټوي ا.ا.ا او د پخوا په څیر پوه شوي دي او هیڅوک به دیته پرې نه ږدي، چې افغان خاوره د نړیوالو په ضد وکارول شي لاوروف چې تازه په تازه يي له رسنیو سره په خبرو کې د افغانستان اوسني وضعیت ته اشاره کړي، او زیاته کړي یي ده چې ګني نه مو د ا.ا.ا سره کوم تړون لاسلیک کړی دی، او نه مو ورسره کوم داسې شرط ایښی دی چې له مخې به دوی زموږ په خوښه عمل وکړي، خو ا.ا.ا د پخوا په پرتله له نوي هوډ سره راغلي او وبه کولائ شي تر څو د سیمې،افغانستان او نړۍ تامین تامین او وساتي

د یادولو وړ ده چې د روسیې بهرانیو چارو وزیر وروسته له هغې دا څرګندونې کوي، چې د امریکا د بهرانیو چارو وزیر لوېډ اسټین دوه ورځې وړاندې په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې د افغانستان له خاورې اوس هم نړیوالو او په تیره بیا امریکا ته ګوا ښ موجود دی، او ښايي ډير ژر یو ځل بیا افغانستان ته راشي. لاوروف تمه ښودلي چې ګواکې، افغانستان کې به وضعیت ډیر ژر سم او عادي شي، او ا.ا.ا دې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب وويي او یو ټولشموله حکومت د جوړ کړي.یاده د وي چې لاوروف د ا.ا.ا سره د لا نورو مرستو ژمنه، او ورسره په هره برخه کې مرستې ته ټټر وهلی.

Leave a Comment