د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې روسیه نه په اسلو کې د افغان پلاویو او غربي هېوادونو ترمنځ ناسته کې ګډون کوي او نه هم له دې وروسته داسې پلان لري چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی او یا هم طالب پلاوی مسکو ته وروغواړي.
کابلوف دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پر خپل ټویټر لیکلي چې دی اسلو ته رسېدلی دی،
دوی د ناروې په نوښت په اسلو کې د افغان سرپرست حکومت، مدني فعالانو او سیاسيونو ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د جوړې شوې ناستې هرکلی کوي او امریکا به په افغانستان کې د بشري ناورین د حل په موخه له طالبانو سره په ښکاره ډيپلوماسۍ ته دوام ورکړي.