د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو د سختدریځه ډلو له لېسته د طا لبانو پر لرې کولو غور کوي.
پوتین ویلي، افغانستان باید اقتصادي مرستې ترلاسه کړي او ټولې کنګل شتمنۍ یې باید ازادې شي ځکه چې په دغه هېواد کې ثبات د ټولو ګاونډیو په ګټه دی.
پوتین دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت عادي حالت ته د راګرځولو لپاره باید د دې هیواد د اقتصاد د بیارغونې سره مرسته وشي.
نوموړي ویلي، په دې بهیر کې د روسیې، چین او شانګهای د همکاریو سازمان د غړیو هیوادونو ونډه اخیستل ځانګړی اهمیت لري.
د ده په خبره په افغانستان کې د روان وضعیت اصلي مسوولین د تیرو ۲۰ کلونو راهیسې په دې هیواد کې جګړه کوونکي د ناټو سازمان دی.