خبرونه نړیوال خبرونه

رمېش؛ پر پاکستان باید سخت بندیزونه، ولګول شي

Avatar photo
Written by Zwak News

رمېش؛ پر پاکستان باید سخت بندیزونه، ولګول شي

د جنوبي کوریا په ګډون د ځینو نورو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې ګني پر پاکستان د مخکیني بندیزونه نوي،او همدا شان د نوي او سخت بندیزونه پرې وضع شي. د جنوبي کوریا او مرکزي آسیا د سیاسي چارو نړیوال شنونکی اکیل رمېش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پر پاکستان او د پاکستان ملګرو هیوادونو يي باید سخت بندیزونه وضع کړل شي، تر څو په سیمه او نړۍ کې له لاس وهنې لاس واخلي.

د رمېش او ځینو نورو نړیوالو شنونکو په باور پر پاکستان باید له مخکې سخت بندیزونه وضع شوي وای، خو د امریکا ملاتړ ددوی څخه پاکستان له بندیزونو ژغورلی دی، رمېش زیاته کړي ده په اوس وخت کې امریکا د پاکستان په دوه مخي پالیسۍ پوه ده او باید د پاکستان د تیر تاریخ کړنې امریکا په دقت وڅیړي ، تر څو یو ځل بیا د دوی د پالیسۍ ښکار نشي.

رمېش د افغانستان پخوانۍ شل کلنې ج/ګړې ته په اشارې ویلي دي، په افغانستان کې د شل کلنې ج/ګړې مسووله پاکستان دی او که له مخکې پرې بندیزونه وضع کړل شوي وای ، ممکن افغانستان په اوس وخت کې د یو اقتصادي هیوادونو څخه شمیرل شوی وی.

د سویلي آسیا ځینو نورو لوړ رتبه چارواکو په خپلو تازه خبرو کې ویلي دي، امریکا او نړیواله ټولنه باید پر پاکستاني جنرلانو سخت بندیزونه ولګوي ، تر څو له خو نکاره فعالیتونو لاس په سر شي.

Leave a Comment