خبرونه

اردوغان؛ افغانستان سره مرستې جاري ساتو، د غربي هیوادونو نوکران نه یوو

Avatar photo
Written by Zwak News

د ترکیې ولسمشر؛ افغانستان سره مرستې کوو، د غربي هیوادونو بدمعاشي نه منو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې افغانستان ته په اشاره او ځینو غربي هیوادونو ته ددوی د خبرو په غبرګون ویلي، چې موږ له افغانستان سره په ډول حالاتو کې ولاړ يوو، د بشري مرستو تر څنګ ورسره پوځي مرستې هم کوو،خو د غربي هیوادونو نوکران نه یوو.اردوغان چې anatole آژانس سره یي خبرې کولې ویلي، چې غربي هیوادونه لکه څومره چې دوه مخي

پالیسۍ ته پام کوي، همداشان باید په ترکیه کې کډوالو ته هم پام وکړي ،اردوغان د غربي هیوادونو د هغو څرګندونو په مقابل کې غبرګون ښودلی، کوم چې تیره اونۍ یونان د ځینو نورو هغو هیوادونو په ګډون چې د ترکیې سره ښې اړیکې نلري خپلې پولې تړلي، اردوغان منلي چې دا کار د ترکیې هیواد او ولس لپاره هیڅ د منلو نه دی.

هغه زیاته کړي، چې د نړۍ او غربي هیوادونو مزدورو رسنیو ټول تبیلغات دروغ دي، او په وینا يي موږ د افغانستان سره په اوسنیو شرایطو کې څنګ په څنګ ولاړ یوو، خو په ټینګار یي چې موږ نشو کولای بهراني کډوال چاته وساتو کوم هال چې دوی غواړي یادو هیوادونو ته سفر وکړي، خو دوی زموږ پر ضد ددوی پر وړاندې پولې تړلي.

د یادولو وړ ده چې هغه له امریکا او اروپا غوښتي تر څو د دوه مخي پالیسی تر څنک د دوی په اړه ډیر ژر تصمیم ونیسي او یوه د حل لاره ورته پیدا کړي، یاده وي چې ترکیه او چین لومړۍ هغه هیوادونه وو، چې د ا.ا.ا سره یي لومړۍ د مرستو ژمنه او وروسته یي عملي کړه.

Leave a Comment