اردوغان؛ که ا.ا.ا ټولشموله حکومت جوړ کړي، ورسره لا زیاته همکاري کوو
وروسته له هغې چې د ا.ا.ا لخوا سرپرسته کابینه اعلان شوه، د کابینې تر اعلان وروسته په داخل د افغانستان او د افغانستان ځینو ګاونډیو او ملګرو هیوادونو د ا.ا.ا داغه کابینې اعلان ته سخت غبرګونونه وښودل، د روسیې د بهرانیو چارو وزیر د ا.ا.ا د کابینې تر اعلان وروسته وویل، چې ګني د ا.ا.ا مشران پر خپلو کړوو ژمنو نه دي پاتې شوي او باید يو ټولشموله کابینه او حکومت اعلان شوی وی.
خو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د ا.ا.ا لخوا د اعلان شوې ټولې کابینې نوملړ زور واخیست او د خلکو په بار بار یادونه چې ګني په کابینه کې ټول مولا پلوو ته ځای ورکړل شوی دی، او پکې هيڅ د ټولشموله حکومت څرک نه لیدل کیږي،یاده د وي چې د کابینې تر اعلان څو ساعته وروسته د زیاتو انتقادونو له وجې د ا.ا.ا ځینو لوړ پوړو چارواکو خبرداری ورکړ، چې ګني کابینه سرپرسته او لنډ مهالي ده او پکې د لوی بدلون امکانات زیات دي.
خو په ورته مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ا.ا.ا ته ویلي، ستاسو په اوسنۍ کابینه او نظام کې هيڅ د ټولشموله حکومت لوری نه لیدل کیږي او تاسو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی ، هغه زیاته کړي چې که ا.ا.ا يو ګډ حکومت جوړ کړي نو په وینا يي چې به دوی له ا.ا.ا سره خپلې مرستې درې چنده، او څو چنده زیاتې کړو .
اردوغان ټینګار کړی دی، چې له ا.ا.ا سره به په اوس وخت کې په دې نورې مرستې ونکړو تر څو چې يي يو ټولشموله حکومت جوړ کړی نه وي ، د یادولو وړ ده، چې ا.ا.ا تراوسه په دې اړه ددوی په غبرګون څه نه دي ويلي، خو ورځ وړاندې د ا.ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوول او ویاند، د ټولو غړو او ملګرو هیوادونو مننه وکړه، چې دوي د ا.ا.ا سره په سخته کې ولاړ دي، او زیاته يي کړه چې دوی به له ټولو هیوادونو سره متقابلې اړیکې ساتي