سیالۍ غوره لوبغاړی راشدخان:” ډیر خوشحاله شوم چې د سیالۍ غوره لوبغاړی شوم او دا به ماته راتلوونکو سیالیو کې نوره انرژي هم را کړي،زما هڅه دا ده چې د لوبې درې واړو اړخونو کې ښه وځلیږم.”
هارډیک پانډیا د راشدخان په اړه وویل:” د راشدخان په څیر لوبغاړي درلودل زمونږ لپاره ستره سرمایه/هستي ده او هغه تاسو ته ویکټې اخیستلی شي او همداشان وروستۍ برخه کې تاسو ته ښه توپ وهنه کولی شي،خوښ یم چې لوبه مو وګټله
نوټ: راشدخان ننۍ لوبه کې دوه ویکټې واخیستې او همداشان توپ وهنه کې یې په درې توپونو لس ناسوځیدلي منډې جوړې کړې،یوه شپږیزه او یوه څلوریزه یې ووهله