سپورټ

راشدخان: هېڅوک نه پوهېږي چې څه به پېښېږي

aa Cover 07jpdbi9um44oog67aghn2dbj4 20190501170925.Medi
Avatar photo
Written by Zwak News

افغانستان د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې چهارشنبه له نیوزیلنډ سره مخ کېږي.

د ملبورن د کرکټ مشهوره لوبغالی ایم سي جي د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او نیوزیلنډ د لوبې کوربه دی.

لوبه د افغانستان په وخت د غرمې په دولس نیمو پيلېږي.

افغان لوبډلې په پِرت ښار کې تر لومړۍ ماتې وروسته چې د انګلستان پر وړاندې وه ځان ملبورن ته رسولی او هلته یې د نیوزیلنډ پر وړاندې وروستی چمتووالی نیولی دی.

د افغان لوبډلې مخکښ بالر راشدخان د نیوزیلنډ د لوبې په اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل د نړیوال جام له کومو ټیمونو سره چې افغان لوبډله مخ ده پخوا یې لوبې ورسره کړي او ځینو ته یې ماته هم ورکړې ده.

افغان کرکټ لوبغاړی راشدخان
افغان کرکټ لوبغاړی راشدخان
هغه وویل: “موږ ایرلند او سریلانکا ته ماته ورکړې او له نیوزیلنډ او اسټرالیا سره لوبېدلي یوو. زه فکر کوم چې یواځې باید په دې سوچ ولرو چې ښه کرکټ وکړو په سمه طریقه او که چېرته دوه درې لوبې وګټو هېڅوک نه پوهېږي چې څه به پېښ شي. خو دمګړی موږ یو وخت یواځې په یوې لوبې فکر لرو او ګورو به چې څه کېږي.”

افغانستان او نیوزیلنډ یواځې یو وار مخکې هم د ۲۰۲۱ کال په نړیوال شل اوریز جام کې سره په ابوظبۍ، متحده عربي اماراتو کې مخ شوي وو.

هلته افغان لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې کړې وې او نیوزیلنډ بیا داسې حال کې هغه هدف پوره کړ چې یواځې دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو او ۱۱ بالونه یې هم پاتې وو.

که څه هم د ابوظبۍ د میدان ویشتنځای د چټکو بالرانو لپاره ډېر مساعد نه و، خو د نیوزیلند چټکو بالرانو له هغې ډلې ټرینټ بولټ درې افغان لوبغاړي وسوځول او ټیم سوتي هم دوه ویکټې ترلاسه کړې.

په بټنګ کې بیا د افغانستان په ګټه یواځې نجیب الله ځدراڼ ښه ولوبېد او په یواځې سر یې ۷۳ منډې وکړې.

Leave a Comment