سپورټ

راشدخان: مونږ به بیرته ښې لوبې وکړو ځکه مونږ

1041249 rashid khan
Avatar photo
Written by Zwak News

مونږ سره ځوان لوبغاړي وو او په یو بدل چاپيریال کې یې په لومړي ځل لوبه کوله.بله دا چې په لومړي ځل پدغه کنډيشن کې د داسې چټکو بالرانو سره چې سفیډ یې ان تر ۱۵۰ زیات وو،لوبه وکړه او دا د دوی لپاره یوه ستره زده کړه وه.»

«یقینا چې د انګلستان په وړاندې لوبه کې د بیټينګ ستونزه وه او مونږ به راتلوونکي لوبه کې په همدې برخه کار کوو.مونږ سره اوس هم ښه ځوان استعداد لروونکي لوبغاړي شته او ښې لوبې به کوو.کوم قسم چې مونږ بالینګ وکړ،دا ښکاره شوه چې مونږ که چیرې تر ۱۵۰ او ۱۶۰ پورې منډې کړي وای،دا به د انګلستان په وړاندې یو ښه هدف وای.»

راشدخان زیاته کړه چې دا شل اوریزې لوبې دي،پدې کې دا نه شو ویلي چې دا ټيم کمزوری دی او یا پیاوړی دی.

«دا شل اوریزې لوبې دي،د یوې لوبډلې اټکل پکې نشي کیدلی چې ووایاست دا لوبډله غښتلي ده او یا کمزوري ده.تاسو به لیدلي وي چې د ویسټ انډيز په څیر لوبډله د نړیوال جام څخه پکې بهر شوه.پدې کې هر څه پيښيدلی شي،مهمه زمونږ لپاره دا ده چې د ذهني اړخ له پلوه مثبت او په ځان ډاډه واوسو.بیا کولای شو چې هر ټیم ته ماتي ورکړو.»

راشدخان وویل،دده په ګډون زیاتره افغان لوبغاړي لدې وړاندې یې اسټرالیا په ویشتنځایونو لوبې کړي او دوی ته د بالینګ لاین او لېن معلومات کیږي چې په کوم اړخ کې بالینګ ترسره کړي.

«مونږ د تیرو پنځو او شپږو کالونو راهیسې په اسټرالیا بیګ باش کې لوبې کوو او د هر څه معلومات راته کیږي چې په کومه برخه کې بالینګ ترسره کړو.»

Leave a Comment