سپورټ

راشد‌‌‌‌خان د پکتیکا زلزله‌ځپلو ته ۲۵کورونه جوړ کړي

BackgroundEraser 20220930 185409754
Avatar photo
Written by Zwak News

افغانستان د کرېکټ ځلانده ستوري راشد خان د پکتیکا ولایت وروستيو زلزله‌ځپلو لپاره ۲۵ کورونه ودان کړي دي.

خان په خپل فېسبوک د یوې خپره شوې ویډیو سره لیکلي چې خيريه بنسټ يې له تېرو درې میاشتو راهیسې په پرلپسې ډول کار وکړ څو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د ویجاړ شویو کورونو په بدل کې ځايي اوسېدونکو ته ۲۵ نوي کورونه جوړ کړي.

راشد خان د پکتيکا او خوست ولايتونو کې له سختو زلزلو وروسته د خپلو ټولنيزو رسنيو له لارې زلزله ځپلو سره د لاسنيوي په موخه په انلاين ډول د مرستې ټولونې لړۍ پيل کړه.

راشد خان له هغو کسانو مننه کړې، چې د پکتيکا او خوست ولايتونو زلزله ځپلو سره يې د مرستې ټولونې په دې کمپاین کې برخه اخيستې ده.

د روان کال د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه د افغانستان یو شمېر ولایتونه زلزلې ولرزول.
د يادې زلزلې مرکز د پکتیکا ګیان ولسوالۍ وه، چې په پايله کې يې زرګونه کورونه ويجاړ، څه باندې ۱۰۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۱۵۰۰ کسان يې ټپیان کړل.

Leave a Comment