ذبیح الله پاکستان ته؛ هیچاته په کورنیو چارو، د مداخلې اجازه نه ورکوو.
د ا.ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، په خپلو تازه څرګندونو کې د رسنیو د هغو خبرو په غبرګون ویلي، چې ګني پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې تر بل هر وخت ډیره لاس وهنه کوي او باید ا.ا.ا هیڅ کوم هیواد ته ددې اجازه ورنکړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي، خو په ورته مهال د رسنیو یادو څرګندونو په غبرګون د.ا.ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوول او ویاند ذبیح الله م
په یوه خبري کنفراس ويلي، د پاکستان په ګډون به هیچاته ددې اجازه ورنکړي تر څو د افغانستان په اوسني نظام او همدا شان د ا.ا.ا په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي، هغه زیاته کړي چې غواړي له نړیوالو سره هر اړخیزې اړیکې ولري، خو په وینا يي هیچاته به ددې اجازه ورنکړي چې ددوی په کورنیو چارو کې د کوم امتیاز په بدل کې لاس وهنه وکړي .
ذبیح الله م همدا شان د ملګرو ملتونو څخه په ځانګړي ډول غوښتي تر څو د نوي حکومت رسمي پیژندلو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي، هغه زیاته کړي د سیمې او نړۍ هیوادونو مشورو ته درناوی لري او ورسره به هر راز مرسته کوي، خو په تاید یي چې د هیڅ هیواد امتیاز به ونه مني د کوم خاص هدف لپاره، یاده د وي چې ذبیخ الله م د کابینې د پاتې غړو نومونه او همدا شان ورسپارل شوې دندې هم اعلان کړې.