تعلیم

د_امیندوارۍ_لپاره_کله_باید_کوروالۍ_وکړو

20220804 113007
Avatar photo
Written by Zwak News

دامیندوارۍلپارهکلهبایدکوروالۍوکړو؟

ليک: Abdul Razaq
نوټ: که ده جنسي اړيکو په اړه نور معلومات هم غواړی نو #بلنې را ولېژی چي معلومات ترلاسه کړی.

(1)- هغه میړه او میرمن چې غواړي د ماشوم نعمت ترلاسه کړي باید پدې پوه شي چې په کومه ورځ د ښځې هگۍ له تخمدان څخه راوځي او رحم ته داخليږي. په هره مياشت کې یوازې یوه هگۍ بشپړيږي او له تخمدان څخه رحم ته راځي. كومه چې د ښځينه ماهر ډاکټرې څخه د فوليکل مطالعې Follicle Study الټراساؤند راپور ترلاسه کولو سره پیژندل کيږي.

(2)- د يوې ښځې د مياشتنۍ دورې له پيل نه وروسته د اتمې ورځې څخه تر نولسمې ورځې ترمينځ په کومه ورځ چې هگۍ له تخمدان څخه راوتلو سره رحم ته داخليدی شي. نو د حمل اخيستو لپاره د هغې مياشتې د دورې نه وروسته لومړی کوروالی په نهمه ورځ کول پکار دي، بيا دوهمه کوروالي په دولسمه ورځ وکړئ، بيا دريمه کوروالى په پنځلسمه ورځ او څلورمه اخري کوروالی په اتلسمه ورځ وکړئ او بيا له دې وروسته له کوروالۍ څخه ډډه وکړئ.

(3)- هغه میړه او ميرمنې چې غواړي اولاد ترلاسه کړي، هغوی باید د شلمې ورځې وروسته له کوروالی څخه ډډه وکړي، که چیرې د کوروالۍ څخه ډډه ونشي نو د حمل سقط خطر پيدا کيږي. 3- د امیندوارۍ لپاره، په ټوله میاشت کې ښځه يوازې هغه ورځ امیندواره کيږي کله چې يې هگۍ په رحم کې شتون ولري. (د اويوليشن ورځ ovulation day) او هگی رحم ته له راتگ وروسته لږترلږه له 15 څخه تر 20 ساعتو پورې په رحم کې ژوندی وي. پداسې حال کې چې د يو نارمل نارینه سپرم کولی شي د 50 څخه تر 72 ساعتونو پورې ژوندی پاتی شي.

(4)- هغه ورځ چې صحي هگۍ د تخمدان څخه ماتيدلو سره رحم ته ننوځي، نو هغه ته د (تخمدان ورځ ovulation day) ويل کيږي، کوم چې د الټراساؤند لخوا پیژندل کيږي او د اویولیشن ورځ په مکرر ډول بدليږي.

(5)- د امیندوارۍ لپاره، د کوروالۍ په جریان کې لومړی د ميرمنې خلاصیدل اړین دي. که چیرې میرمن د کوروالۍ په جریان کې لومړی خلاصه شي، نو د ښځې اوبه د میړه سپرم په رحم کې دننه راوړو کې مرسته کوي.

کتاب: #جنسي_لارشود
(اسحاق عزيزي)

Leave a Comment